د میندوارۍ، مور، نوزیږي او ماشوم روغتیا د ټرسټ فنډ پروژه

شالید:

ددې لپاره چې په هغو هیوادونو کې چې دمیندو او ماشومانو مړينه ډیره ده اړمنو میندو او ماشومانو ته درمل او روغتیايي خدمات ورسوي اوهمدارنګه د  MDG4 او MDG5 هدفونوته درسيدو  پرمختګ ګړندی کړی په ۲۰۱۳ م کال کې  د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې  نړیوال بانک ګروپ، یونیسیف، یو اس ای ډي او ناروې حکومت د ۱.۱۵ میلیونه امریکايي ډالرو د نوې مرستې اعلان وکړ.

 

په دې ډله کې د ۲۴ شرایطو وړ هیوادونو څخه افغانستان هم و او پاتې ۳۶ هیوادونه افریقايي وو.

دې بهیر ته د افغانستان د راشاملولو د پروسې مشري د عامې روغتیا وزارت په ګډه له نورو شریکانو سره لکه  د روغتیا نړیوالې ادارې، یونیسیف او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق کوله.

د پروپوزل جوړولو او  میندوارۍ، مور، نوزیږي او ماشوم روغتیا ټرسټ فنډ فعالیتونو تطبیقولو لپاره د منیدوارۍ روغتیا ریاست د همغږۍ مهم غړی و.  په دې اړه په جزیاتو یو پروپوزل د میندوارۍ، مور، نوزیږي او ماشوم روغتیا ټرسټ فنډ د همغږۍ ډلې او سکرټریټ ته وسپارل شو.

دا پروپوزل د SC130722 ریفرنس په اساس د ۲۰۱۶ د جولای په نیمايي کې ومنل شو او د پروژې عملي تطبپق د ۲۰۱۶ م په اګست کې پیل شو

د پروژې ټوله بودیجه  US$ 7,747,555 امریکايي ډالر وو(US$ 6,621,842 د پروګرام وړ) پروژه د ۲۰۱۶ د ډسمبر په ۳۱ پای ته ورسیده او ټوله بودیجه یې مصرف شوه.

د پروژې ساحې:

ټول هیواد په ځانګړي ډول هغه ولسوالۍ او سیمې چې د مړینې کچه پکې ډيره ده او ښه لاس ته راوړنې نه لري

 

 

هدفونه:

  • د ټولنې او روغتیايي مرکز په کچه د میندوارۍ، مور، نوزیږي او ماشوم روغتیا خدمتونو پیاوړي کول
  • د میندوارۍ، مور، نوزیږي او ماشوم روغتیا اړینو توکو، وسایلو او درملو ته لاسرسی ښه کول
  • د رجعت ورکولو سیسټم ښه کول
  • د مور، نوزیږي او ماشوم خدمتونو ښه کولو په موخه د څارونې او ارزونې سیسټم ښه کول

 

 

د پروژې ډول:

ددې پروژې مشري د عامې روغتیا وزارت د میندوارۍ روغتیا ډیپارټمنت له نورو ډیپارټمنټونو( CAHD,CBHC,PLD, او GCMU) سره په نږدې همکارۍ کوله.

دا یوه Off-Budget پروژه وه او ټول مالي مسایل یې د ملګرو ملتونو درې ادارو( د روغتیا نړیوالې ادارې، یونیسیف او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق) له لارې وو. ددې لپاره چې د پروژې پرمختګ وګورو د پروژې د همغږۍ ډلې منظم میاشتني ميټنګونه پیل کړل.

 

لاس ته راوړنې:

ټریننګ:

  • نږدې 2400 روغتیايي کارکوونکي د نوزیږو BEmNOC، CEmNOC، اساسي او پرمختللو څارنو، کورني تنظیم او ولادي فسټولا په پرخه کې ټریننګ اخستی دی.

 

  • 1100 د ټولنې روغتیايي کارکوونکي د کورني نتظیم په مشاوره او د کانټراسپټیف په ټکنالوجي کې روزل شوي دي.
  • د CDC، روغتیايي شورا او ټولنې متنفذینو 500 غړو ته د ټولنې په کچه د نوزیږو مراقبت ورپیژندل شوی یا معرفي شوی دي.
  • 500 مذهبي مشران، 189 د مکتبونو ښوونکو95 ژورنالستان او د مدني ټولنو فعالان د کورني تنظیم او ناوړو روغتیايي پرکټسونو(کړنو) په اړه روزل شوي دي.

 

امبولانسونه، طبی تجهیزات ، منابع او ادویه جات:

  • 40 عدده امبولانسونه د رجعت ور کولو سیسټم د پیاوړتیا لپاره واخستل شول او وویشل شول.
  • د ۲۱ ولایتي او حوزوي روغتونونو د وینې بانکونو ته د نوزیږو او عاجلو ولادتي څارنود ښه والي لپاره تجهیزات ویشل شوي دي.
  • د ۳۴ ولایتونو د ولایتي او حوزوي روغتونونو وینې بانکونو ته منابع او اجناس ویشل شوي دي.
  • د ۴۷ روغتیايي جونګړو لپاره درمل او تجهیزات اخستل شوي دي
  • د نوزیږو د اساسي څارنو د ښه والي لپاره  2600 سالټر ترازو  اخستل شوي دي.
  • د عامې روغتیا روغتيايي مرکزونو ته کانټراسپټیف اخستل شوي او ویشل شوي دي.
  • د نوزیږي د د نو(نامه غوټۍ) د مراقبت لپاره کلورهپګزیډین مرهم اخستل شوي او ویشل شوي دي.

د خدماتو پراختیا

  • په 130 بشپړوروغتيایي مرکزونو یا CHC کلینیکونو کې د نوزیږي د څارنی ساحه جوړه شوې ده.
  • په 20 ولایتونو کې د نوزیږي د ثبات ساحه جوړه شوې ده.
  • په ملالۍ روغتون کې د ولادي فسټولا وارد رغول شوی او تجهیز شوی دی.
  • د ولادي فسټولا او د خاصرې لګن اختلالاتو د ترمیم خدمتونه په ولایتي کچه پراخه شوي دي.

 

 

 

د بریالیتوب کیسه:

د روغتیايي کارکوونکو د طرفیت لوړولو نه وروسته د هرات په حوزوي روغتونو کې د نوزیږو په مراقبت کې د پام وړ ښه والی راغلی.

  1. اوس مذهبي مشران د کورني تنظیم په اړه خلکو ته وعظ کوي ”زه اوس د ولادتونو ترمنځ د واټن راوستلو درملو په ارزښت پوهیږم “

 

نوم: محمد ابراهیم بارکزی

ولایت: بغلان

زه د کورني تنظیم  د پرمختیا او عملي کولو په اړه د جمعې ورځې په وعظ کې خبرې کوم او د ولادتونو تر منځ د وقفې په اړه مې معلومات حاصل کړي. فقط دا تیره اونۍ مې چې میندوارۍ روغتیا په اړه خبرې کولې او په څه چې نه پوهیدم دا وو چې یو میرمن څنګه حامله کیږي. نن مې د میاشتني عادت په اړه معلومات تر لاسه کړل او وپوهیدم چې یوه میرمن په کومو ورځو کې حامله کیږي او په کومو کې نه کیږی.

مونږ په خپله مدرسه کې د مختلفو موضوعاتو په اړه خبرې کوو. د کورني تنظیم په اړه هم. اوس زه هغه میرمنې چې زما نه په دې اړه پوښتنه کوي ښه پوهولی شم او کولی شم له عصري کانټراسپټیفو د استفادې په اړه مشوره ورکړم. خوشاله یم چې خپلو خلکو ته دا معلومات ورکولی شم؛

زده کړ ي درسونه

  • یواځنۍ اف بجت پروژه چې د عامې روغتیا وزارت تخنیکي ټیم یې مشري کوي
  • د پروژې د موثریت ډیرولو لپاره د عامې روغتیا وزارت د مخلتفو ډیپارټمنټونو مستقیم راشریکول
  • د عامې روغتیا وزارت او هغو ادارو ترمنځ چې بودیجه یې له لارې راځې قوي همغږي ددی سبب شوه چې ټوله بودیجه مصرف شي

 

 

ننګونې:

د پروژې د تطبیق په بهیر کې ځینې ننګونې وې چې په لاندې ډول روښانه کیږي:

 

  • د مختلفو تمویلوونکو مختلفې لارې چارې
  • په ځینو سیمو کې د پروژې د تطبیق ځنډیدل
  • د عامې روغتیا وزارت په کچه محدود تخنیکي پرسونل.
  • د ځینو اجرااتو( outsourced) کیفیت ښه نه و
  • د امنیتي وضعیت له امله د ځینو فعالیتونو محدود مانیټورنګ(ارزونه)

وړاندیزونه:

  • د عملیاتي او اداري لګښت د راکمولو لپاره د روغتیا وزارت تخنیکي ډیپارټمنټونه کولی شي دا ډول پروژې مستقیما تطبیق کړي البته د لږ څه تغیر/ یا د پروژې په موډل کې ښه والي سره چې په لاندې ډول بیانیږي:

 

  1. د عامې روغتیا وزارت په کچه د تخنیکي پرسونل زیاتول
  2. د عامې روغتیا وزارت تخنیکي پرسونل ته ډیر صلاحیت ورکول
  3. له دریم غړي یا جناح سره د فرعي قراردادونو مخه نیول