د میندوارۍ، مور، ماشوم او نوزیږدي روغتیا رهبري کمیټه.

د میندوارۍ، مور،ماشوم او نوزیږدي روغتیا ریاست په ۲۰۱۷ کې د میندوارۍ، مور، ماشوم او نوزیږدي روغتیا  رهبرۍ لومړۍ کمیټه رامنځته او لومړنۍ ناسته یې د عامې روغتیا وزارت د معین ډاکتر احمدجان نعیم په مشرۍ تر سره شوه چې د ملګرو ملتونو، عامې روغتیا وزارت څانګو او میندوارۍ، مور، ماشوم، نوزیږدي او تنکیو ځوانانو روغتیا اړوند کاري شریکانو پکې فعاله ونډه درلوده.

د میندوارۍ، مور، ماشوم، نوزیږدي او تنکیو ځوانانو روغتیا د رهبرۍ کمیټې دنده:

  • په لوړه کچه د مهمو ښکیلو اړخونو تر منځ همغږي او د ملاتړ جلب او تقویه.
  • د پروګرام د لا ښه تطبیق لپاره د میندوارۍ، مور، ماشوم، نوزیږدي او تنکیو ځوانانو روغتیا د لومړنیو اړتیاو پیژندنه، او د پروګرام د لا ښه تطبیق لپاره د زده کړل شوو درسونو او نويو تګلارو شریکول
  • د میندوارۍ، مور، ماشوم، نوزیږدي او تنکیو ځوانانو روغتیا فعالیتونو همغږي کول او د بین السکتوري همغږۍ او همکارۍ میکانیزمونو رامنځته کول او ښه کول
  • د میندوارۍ، مور، ماشوم، نوزیږدي او تنکیو ځوانانو روغتیا په برخه کې د شریکانو د لاسته راوړنو، بالقوه ننګونو، او مالي سرچینو په اړه راپور ورکول تر څو د کړنو د تکرار مخه ونیول شي او باوري کړو چې په ټول هیواد کې د میندوارۍ، مور، ماشوم، نوزیږدي او تنکیو ځوانانو روغتیایی پروګرامونه او پروژي د توقعاتو سره سم مناسب فعالیتونه او لګښتونه پر سم لورې دي.
  • د هغو ستونزو له منځه وړل کوم چې د میندوارۍ، مور، ماشوم، نوزیږدي او تنکیو ځوانانو د روغتیا په پروګرامونو/پروژو باندې منفي اغیزي لري.

د رهبرۍ کمیټې ناستې په ترڅ کې لاندې ټکې د بحث لاندې ونیول شول:

  • د ټرسټ فنډ پروژې عمومې مرور: په خپل ډول کې لومړنۍ اف بجت پروژه ده چې د عامې روغتیا وزارت د تخنیکې څانګو لخوا مخې ته وړل کیږي.
  • د کورني لپاره د مور ماشوم روغتیا کتاب نوښت په اړه تازه معلومات
  • د سارک پروژې د بریالي تطبیق په اړه تازه معلومات
  • د میندوارۍ، مور، ماشوم، نوزیږدي او تنکیو ځوانانو روغتیا د حساب ورکولو (سکورکارډ) وسیلې او اړونده ننګونو په اړه تازه معلومات
  • د میندو د مړینې او نارغیو کمولو لپاره روغتیایي سیستمونو پیاوړي کولو په اړه د UNFPA پریزنټیشن. د پانګونې لپاره ستراتیژیکې ساحې کومې دي؟
  • د میندوارۍ، مور، ماشوم، نوزیږدي او تنکیو ځوانانو روغتیا ویب پاڼې پیژنده او په لاره اچول

ناسته د عامې روغتیا وزارت د مرستیال ښاغلي ډاکتر احمدجان نعیم لخوا د اړونده سپارښتنو په بیان سره پای ته ورسیده. د میندوارۍ، مور، ماشوم، نوزیږدي او تنکیو ځوانانو روغتیا ریاست به د خپلو کاري شریکانو سره یوځای نوموړې سپارښتنې له نږدې نه څاري.