Newborn Care Centers Inauguration (2016-05-15)

دنویوزیږیدلو ماشومانو لپاره  دخاصو پاملرنو ځانګړی څانګه په ملالۍ روغتون کی پرانستل شوه

دنویوزیږیدلو ماشومانو لپاره  دخاصو پاملرنو ځانګړی څانګه نن  په ملالۍ روغتون کی پرانستل شوه او ګټی اخستلو ته وسپارل شوه.

ډاکتر فیروزالدین فیروز دعامې روغتیا وزیر  په ملالۍ روغتون کې دنویو زیږیدلو ماشومانو لپاره دخاصو پاملرنو دڅانګی پرانستل د میندو او نویو زیږدلو ماشومانو روغتیا په برخه کی یو مثبت ګام وباله او زیاته یی کړه چی دغه شان مرکزونه به دهیواد د ۱۷ ولایتونو په ۲۲ روغتیا یی مرکزونو کې  به په عین ډول د خاصو پاملرنو څانګړی مرکزونه په نږدی راتلونکی کی ګټی اخستنی ته وسپارل شی.

د دغی پروژی ټولیز لګښت دوه میلونه امریکایی ډالره دي چې دجنوبي آسیا دمنطقوي همکارۍ سازمان له لوري ورکړل شوی دي.

دعامې روغتیا وزیر زیاته کړه. د میندو ، نویو زیږیدلو او ماشومانو د مړینی راکمول دعامې روغتیا وزارت له ډیرو مهمو لومړیتوبونو څخه دي ، ځکه کوچینیان په خاصه توګه نوي زیږیدلي ماشومان(نوزیږي) د لویانو په پرتله ډیر زیات له خطر سره مخامخ دۍي نوله همدې کبله ډیرو زیاتو  اړینو مراقبتونو ته اړتیا لري.

دنویوزیږیدلو ماشومانو لپاره دخاصو پاملرنو دغه مرکز چې نن په ملالۍ زیږنتون کې پرانستل شوی د ۲۰ بسترونو درولودونکی او په هرډول اړینو او پرمختللو وسایلو باندې سمبال دی. چی د درې میلیونه اوه سووه او درې نوي زره افغانیو په لګښت سره  رغول شوی دی.

په ورته وخت  کې  افغانستان کې د یونسف اداری استازي د داسې ځانګړو پاملرنو دمرکزونو له جوړلو خوښی وښوده اوزیاته یې کړه چې ددغسې مرکزونو په ایجاد سره کیدای شيۍ دنویوزیږیدلو ماشومانو ډیرې ستونزی په خپل وخت کی حل اوددوی  په مړینه کی دپام وړکموالی راشي