د تسهیل په کچه د نوزیږدي څارنې

د تسهیل په کچه د نوزیږدي څارنې مطالعاتي کتنه او روزنیز ورکشاپ د نوي ډیلي په سفدرجنګ روغتون کې د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر له ۱۲ تر ۲۶ نیټې پورې د یونسف په مالي او دهندوستان دنیوناټولوژي ملي فورم په تخنیکي مرسته ترسره شو. په دې ورکشاپ کې د افغانستان د شپږو ولایتونو څخه ۲۲ کسانو ګډون کړی و.

د نیوناټولوژي ملي فورم په ۱۹۸۰ کال کې د یو ډله پیژندل شوو د کوچنیانود ناروغیو ماهرینو لخوا جوړ شو.

هندوستان دولت د سارک فورم له لارې د سارک غړو هیوادونو سره د مالي او تخنیکي مرستې له لارې په هره سطحه کې د نوزیږي روغتیایي خدماتو د ښه والي او معیاري کیدو په برخه کې ملاتړ وکړ.

موخې او متوقع پایلې

  1. د ټولنې او تسهیل په کچه نوزیږدي څارنود اړتیا په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکول
  2. ګډونوالو ته د تسهیل په کچه نوزیږدې څارنو د نوښت په اړه معلومات ورکول
  3. ولادت خونه، SNCU، او زیږون نه وروسته وارډونو کې د نوزیږدي د څارنې په اړه ګډونوالو ته معلومات او چمتووالی
  4. د نوزیږو د بیا رغوني د پوهې او مهارتونو په برخه کې د ګډونوالو روزنه
  5. ګډونوالو ته د داخل بستر کم وزنه او ناروغه نوزیږدو د درملنې په برخه کې وړتیا ورکول
  6. د ورکشاپ په اړه د ګډونوالو نظریاتو او نوزیږدي څارنو په ورځنیو څارنو کې د ستونزو په اړه فیډبیک اخیستل

 

د FBNC ۱۴ ورځنۍ روزنې په ترڅ کې د ډول ډول درسي میتودونه څخه کار واخیستل شو لکه په ټولګې کې لوستل، پوښتنې او ځوابونه، ښودنه، خبرې اترې، د نقش لوبول، د پیښې مطالعه، مغزي طوفان او د وسایلو څخه عملي ګټه اخیستنه.

د وسایلو څخه د ګټې اخیستنې عملي جلسې:

د روزنې د مشاهدوي برخې په ترڅ کې زده کوونکو زده کړل چې څه ډول له لاندې وسایلو څخه ګټه واخلي، مراقبت یې وکړي او تعقیم یې کړي

 

  • وړانګې ګرموونکی/ راډیانټ وارمر
  • د وزن تله
  • د مروجه CLF او LED واحدونو په ګډون د وړانګو پواسطه درملنه/فوټوتراپي
  • سکشن ماشین
  • د اکسيجن رسول
  • د نبض معلوموونکی
  • د حیاتي نښو مانیټور
  • انفیوژن پمیپ
  • باریټ سیټ
  • د CPAP لاسي او پرمختللی ماشین
  • جلدي بیلروبینومیټر
  • تهویې ماشین
  • انډوټرخیل سیټ

راتلونکي قدمونه/عملي پلان

  • ورته ډول پروګرامونو کې د زده کوونکو د ټاکنې لپاره به جامع معیارونه جوړ شي. د نوزیږدي روغتیایي څارنې خدماتو د وړاندې کولو لپاره به د نوزیږدي ملي لارښودڅښه ګټه اخیستل کیږي په ورته وخت کې به د BPHS/EPHS په ټولګو کې هم شاملیږي.
  • په ۲۰۱۷ کې به د بودجوی امکاناتو ته په کتو سره به روزنیز پروګرام لا پراخ شي (۱۰۰ نرسان او ۱۰۰ ډاکتران به وروزل شی)
  • د نوزیږدي روغتیایي خدماتو ښه والي لپاره د ملاتړ د جلب په برخه کې د INNF سره په منظم ډول اړیکه نیول کیږي.