PPH Symposium (2016-10-16)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ۱۳۹۵ ش کال د میزان په ۲۵ نیټه د میندو او ماشومونو د مړینې راکمولو لپاره یو ملي سمپوزیم دایر کړ. د میندو د مړینې او ناروغیو راکمونه د عامې روغتیا وزارت له لمړیتوبونو ده چې د عامې روغتیا وزارت د هڅو په نیجه کې په داو وروستیو کلونو کې پکې د پام وړ کموالی راغلی

د عامې روغتیا مشاور ډاکټر قمرالدین صدیقي ددې سمپوزیم دایرول  د میندو د مړینې او ناروغیو په راکمولو کې  مهم ګام بولي. او وايي چې دا سمپوزیم کولی شي د عامې ورغتیا او کاري شریکانو سره مرسته وکړي چې د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ په اساس د ۲۰۲۰کال تر پآیه په هرو ژوندیو ولادتونو کې د میندو مړينه له ۳۲۷ نه ۲۵۰ ته راکمه کړي.

په لرې پرتو سیمو کې د ښځینه روغتیايی کارکوونکو کم شمیر د میندو د مړینې راکمولو په برخه کې ستره ننګونه ده چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د قابلو او د ټولنې روغتيايي کارکوونکو په روزلو او ډیرولو دا ستونزه هواره کړي.

د ولادت په وخت دوینې لوړ فشار، د غیرمسلکي افرادو له خوا ولادت ورکول، شدیده خونریزي، په لري پرتو سیمو کې روغتيايي مرکزونو ته نه لاسرسی د میندو د مړینې او ناروغیو عمده سببونه دي چې نږدې په سلو کې اویا میرمنې له همدې امله مري.